۰

کلیفت بندر له طالبانو څخه دوه نیم کاله پس بیرته ونیول شو

شنبی ۳۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو په جوزجان ولایت کې د قرقین ولسوالۍ د کلیفت بندر له دوه نیم کاله ځنډ وروسته بېرته له طالبانو ونیوه.
کلیفت بندر له طالبانو څخه دوه نیم کاله پس بیرته ونیول شو
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو په جوزجان ولایت کې د قرقین ولسوالۍ د کلیفت بندر له دوه نیم کاله ځنډ وروسته بېرته له طالبانو ونیوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، دغه بندر دوه نیم کاله وړاندې طالبانو نیولی و، خو تېره ورځ (د وري۲۹ مه) مازیګر مهال بېرته افغان ځواکونه وتوانېدل، چې دغه بندرونیسي.

د هغه په وینا طالبانو غوښتل د کلیفت د بندر ساحه پر دولتي ځواکونو د بریدونو لپاره وکاروي، خو افغن ځواکونو د فعال دفاعي حالت له مخې طالبان له دغې سیمې شاته کړي دي.

د یادونې ده، چې کلیفت بندر د قرقین ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره لرې ترکمنستان سره په پوله پروت دی چې د افغانستان پخوانۍ بندرګاه باندې مشهور ځای دی.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي