۰

افغان پوځ فاریاب کې د ۲۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی

دوشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۷
په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايی بریدونو کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
افغان پوځ فاریاب کې د ۲۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی
په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايی بریدونو کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون فاریاب ولایت کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه بریدونه د فریاب په قیصار، ینګي قلعه، شرین تګاب ولسوالیو کې کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوايي بریدونو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي