۰
پوځي چارواکي:

بلخ کې د طالبانو بریدونه شنډ او ۲۴ تنه یې وژل شوي

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
په شمال کې پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې د طالبانو بریدونه په شنډ کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
بلخ کې د طالبانو بریدونه شنډ او ۲۴ تنه یې وژل شوي
په شمال کې پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې د طالبانو بریدونه په شنډ کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د زمري ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه غوښتل، د بلخ ولایت د چهاربولک په سبزیکار او د نهرشاهي ولسوالۍ په خدرخېل سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړي.
 
خو په وینا یې افغان ځواکونو پرې وار روړمۍ کړ او پر وخت یې اقدام وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

داسې په داسې حال کې ده، چې چارواکو پرون په ننګرهار کې هم د ۱۳پاکستانیانو په ګډون د ۳۱ طالبانو د وژل کېدو، ۱۵ د ټپي کېدو او یوه تن د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي