سمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د زابل ولایتي شورا د رییس عطاجان حق بیان او د شورا د نورو غړو تر منځ تر لفظي وروسته وسله واله شخړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، شخړه پرون شنبې د وري ۶ مه په مرکز کلات ښار کې رامنځ ته شوې ده.
والي وايي، د ولایتي شورا د رئیس عطا جان حق بیان او د شورا د نورو غړو ترمنځ لفظي او وسله واله شخړه شوې چې د امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته پای ته رسېدلې ده.
والي زیاتوي چې د ولایتي شورا رئيس عطا جان حق بیان د شورا پر نورو غړیو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.
په ورته وخت کې د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي د شورا د نورو غړو سره د دې شورا په ودانۍ کې غونډه درلوده چې د عطا جان حق بیان لخوا ورباندي ډزی شوې او د شورا ودانۍ ته یې د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.
خو د ولایتي شورا ریس عطا جان حق بیان بیا والي رحمت الله یارمل تورنوي چي د کورونا لپاره په اختصاص شویو پيسو کې یې فساد کړی دی او غوښتل یې چې د شورا په غړو یې تایید کړي چې ده یې مخنوی کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل