راپورونه وايي، ناپېژاند وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه جومات ملا امام د ترواېح د لمانځ پر مهال وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۰) د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمې په یوه جومات کې رامنځ ته شوې.
د سرچینو په وینا د اوومې ناحیې فیصل ښارګوتي د جامع جومات په ملا امام قاري اکرام الحق اریايي په محراب کې ډزې شوې او وژل شوی دی.
د کابل امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي وايي، د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل