۰

په ۲۸ نور ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډۍ وېش پیل شي.
په ۲۸ نور ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډۍ وېش پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه تېره ورځ (د غوايي ۲۰ مه) د ولسمشر په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ په ناسته کې شوې ده.

 ولسمشر د کابل، بلخ، ننګرهار، کندوز، هرات او کندهار ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش له ارزونې وروسته امر کړی چې دا بهیر دې ژر تر ژره په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

 له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دې ناسته کې د ۲۸ ولایتونو والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و او ولسمشر ورته امر کړی چې د شپږو ولایتونو د وچې ډوډۍ د وېش په برخه کې بریالۍ تجربې دوی هم عملي کړي.

 د ارګ د معلوماتو له مخې د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې به د هېواد ۱۵ میلیونه وګړو ته هره ورځ ډوډۍ ویشل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي