۰

ولسمشر افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت نه د وتلو امر وکړ

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
ولسمشر محمد اشرف غني کابل، لغمان او ننګرهار کې وروستیو شویو بریدونو ته په غبرګون کې افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې نور له دفاعي حالت نه ووځي او تعرضي حالت خپل کړي.
ولسمشر  افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت نه د وتلو امر وکړ
ولسمشر محمد اشرف غني کابل، لغمان او ننګرهار کې وروستیو شویو بریدونو ته په غبرګون کې افغان  ځواکونو ته امر وکړ، چې نور له دفاعي حالت نه ووځي او تعرضي حالت خپل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونه له هغې په دفاعي حالت کې و، چې  امریکا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه او په دغه هوکړه کې راغلي، چې دواړه لوري به تاوتریخوالی کموي.

خو له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو بریدونو نه یوازې کم نه شول بلکې لا یې زور واخیست.

په  لغمان کې د طالبانو په یوه برید کې ۲۷ پوځیان و وژل شول او دغه راز ۹ نور لادرکه شول، تر دې وروسته ننګرهار کې په جنازه ځانمرګی برید وشو، چې په کې  ۲۴ کسه و وژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

تر دې وروسته کابل کې په سل بستریز ملي روغتون چې تر ډېره ولادي چارې مخ ته وړي وسله وال برید وشو، چې په کې ۱۳ تنه و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو په روغتون او په جناز برید په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او همدې بریدونو ته غبرګون کې ولسمشر غني افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې نور له دفاعي حالت نه بېرته تعرضي حالت ته وګرځي.

ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په یوه وېډیویي پيغام کې د کابل او ننګرهار د حملو مسؤل طالبان او داعش وبلل او ویې ‌ویل چې تر دې وروسته به امنیتي او دفاعي ځواکونه تهاجمي حالت خپل کړي.

ښاغلي غني  وویل«د طالبانو او ټولو ترورېستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفع کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوم چې د دفاعي حالت پر ځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن په وړاندې خپل عملیات پيل کړي.»

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغان ولس په هره بیه سوله غواړي او حکومت د دې غوښتنې په ځواب کې عملي ګامونه پورته کوي.

هغه یو ځل بیا پر طالب مشرانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي تر څو د کرونا پر وړاندې مبارزه په سمه توګه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي