۰
قانوني: د

نوي حکومت تر راتلو پورې دې طالبان د وینې تویدنې مخنوی وکړي

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
د ولسمشرۍ پخواني مرستیال او جمعت ګوند غړي محمد یونس قانوني وايي، د نوي حکومت تر راتلو پورې دې د طالبان د هر ډول وینې توېدنې څخه مخنیوی وکړي.
نوي حکومت تر راتلو پورې دې طالبان د وینې تویدنې مخنوی وکړي
د ولسمشرۍ پخواني مرستیال او جمعت ګوند غړي محمد یونس قانوني وايي، د نوي حکومت تر راتلو پورې دې د طالبان د هر ډول وینې توېدنې څخه مخنیوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قانوني، چې دا مهال اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی، په تازه مرکه کې ویلي طالبان له ډېرې وینې تویدنې پرته وتوانېدل، چې افغانستان ونیسي.

نوموړي د طالبانو دغه کار وستایه او یو مثبت ګام یې وباله خو ټينګار یې وکړ، چې د نوي حکومت تر راتلو پورې دې دغه ډله د ر ډول وینې تویدنې مخنیوی وکړی.

دی وايي، که څه هم طالبان وايي، چې بدلون یې کړی خو په وینا یې دا به وخت او د دوی عمل ثابته کړي، چې ایا دغه ډله کې رښتیا تغیر راغلی که نه.

قانوني زیاته کړې، چې سیاسي مشران افغانستان کې د ثبات په لټه کې دي او د هېواد ثبات د راتلونکي نظام په څرنګوالي پورې تړلی دی.

نوموړي و ویل، که طالبان خپلې تېرې تېروتنې تکرار کړي او پر یوه انحصاري او قومي نظام ټینګار وکړي افغانستان به د بې ثباتۍ خوا ته ولاړ شي.

قانوني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کابل تر نیولو کېدو وروسته طالب مشرانو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې دوی د یوه داسې اسلامي نظام او ټول شموله نظام په هڅه کې دي، چې ټولو غاړو او نړیوالو ته د منلو وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي