۰
امرالله صالح د بادغیس د جګړې په اړه!

سور صلیب دې د طالبانو مړي د کویټې شورا په همغږۍ ولېږدوي

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۹
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بادغیس پر مرکز د طالبانو برید ته په اشارې وایي، له سره صلیب او نورو خیره موسیسو غواړي، چې د طالبانو جسدونه د کویټې شورا سره په همغږۍ ولېږدوي.
سور صلیب دې د طالبانو مړي د کویټې شورا په همغږۍ ولېږدوي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بادغیس پر مرکز د طالبانو برید ته په اشارې وایي، له سره صلیب او نورو خیره موسیسو غواړي، چې د طالبانو جسدونه د کویټې شورا سره په همغږۍ ولېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو برید وکړ، ښار ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره یې سخته نښته وکړه.

په پیل کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون ګڼ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي، او ښار د طالبانو لاس ته لوېدللی، چې طالبانو یې هم پخلي وکړ، خو وروسته دا راپورونه رد شول.

د بادغیس والي حسام الدین شمس د طالبانو له برید وروسته په یوه پیغام کې و ویل، چې پر قلعه نو د طالبانو برید په شاه تمبول شوی او درانه تلفات وراوښتي دي.

پر قلعه نو د طالبانو تر برید څو ساعته وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله فسبوک پاڼه ولیکل، چې د بادغیس له والي، د امنیت له رییس او لوا له قوماندان سره یې خبرې شوې او د افغان ځواکونه مېړانه په خوله نه شي ویلي.

تر دې څو ساعته وروسته ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه بیا ولیکل، چې له سره صلیب او نورو خیره موسیسو غواړي، چې د طالبانو جسدونه ولېږدوي.

هغه لیکل«د سره صلیب له متحرم سازمان او نور خیره موسساتو احترامانه غوښتنه کوم، چې پر قلعه نو د لسګونو متجاوزینو جسدونه د کویټې شورا سره په همغږۍ د هغوی کورنیو ته ولېږدو، هوا ګرمه ده او موږ جسدونو ته د بې احترامۍ پلوي نه یو.»

طالبانو تر اوسه د بادغیس په مرکز د برید په اړه وروستي معلومات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې یې ویلي، چې څه باندې دوه سوه امنیتي سرتېري ورته تسلیم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي