۰
د کورنیو چارو وزیر:

هره حوزه کې که موټر سایکل سپرو برید وکړو د حوزې مسوولین لرې کوم

شنبی ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۳
د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، که له دې ایسته په هره امنیتي حوزه کې د موټرسایکل سپرو ترهګرو له لوري ترور وشو، د هغې حوزې مسوولان به له کاره ګوښه کړي.
هره حوزه کې که موټر سایکل سپرو برید وکړو د حوزې مسوولین لرې کوم
د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، که له دې ایسته په هره امنیتي حوزه کې د موټرسایکل سپرو ترهګرو له لوري ترور وشو، د هغې حوزې مسوولان به له کاره ګوښه کړي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پرون جمعه ماښام وسله والو موټرسایکل سپرو د کابل ښار په دوولسمه حوزه کې پر دوو پولیسو ډزې وکړې او په خپله وتښتېدل.

په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

د یادونې ده، په وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې هم د موټرسایکل په وسیله تروریستي بریدونه ډېر شوي او د ښاریانو تشویش یې زیات کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي