۰
حقاني امنیتي ځواکونو ته!

حقوقي موضوعاتو کې له مداخلې او جنايي پېښو پر مهال له هر ډول شکنجې ډډه وکړۍ

چهارشنبه ۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۸
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو پر کورونو د شپې چاپې ونه وهي.
حقوقي موضوعاتو کې له مداخلې او جنايي پېښو پر مهال له هر ډول شکنجې ډډه وکړۍ
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو پر کورونو د شپې چاپې ونه وهي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز ښاغلي حقاني دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونه د ګزمې او پیرې پر مهال یوازې هغه مهال د دفاعي ډزو حق لري چې تر برید لاندې راشي.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته دا سپارښتنه هم کړې، چې د خپل وظیفوي فعالیت پر مهال له خپلو ټولو مراجعینو سره د شرعیت په رڼا کې له ښه او اخلاقي چلند نه کار واخلي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه باید د امنیتي او جنایي پیښو د تعقیب او نیونې پرمهال د هغوی له هر ډول شکنجې، ځورونې او توهین څخه په کلکه ډډه وکړي.

دی وایي، امنیتی ځواکونه دې د اړتیا په صورت کې د حوزې، ولسوالۍ، ګذر وکیل او د جومات د ملا امام په موجودیت او همکارۍ سره ورسپارل شوی کار باید د ورځې په رڼا کې تر سره کړي او د ولسي خلکو د مظنون د کونرۍ د غړیو شرعي حقوق کاملآ رعایت کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي حقاني امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړي، چې له یادو مواردو څخه سرغړونکي به نظامي محاکمې ته راکاږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي