۰

حقاني: د عفوې سره د انتقام فکر له منځه تللی دی

شنبی ۲۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۵
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، حکومت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.
حقاني: د عفوې سره د انتقام فکر له منځه تللی دی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، حکومت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې مېشل بیشلټ سره په لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنې پرمهال بیشلټ ومنله چې افغانستان کې له روانو ستونزو، یو شمېر یې د تېرې ادارې میراث او د ځینو ننګونو لامل د اقتصادي منابعو کمښت دی.

نوموړي په دې برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړی.

مېشل عفوه د ملي پخلاینې لپاره لوی ګام وباله او هیله یې وښوده چې بشري حقوقو ساتنې ته لا پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سراج الدین حقاني  ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی، نړیوالو سره د اعتماد سازۍ لپاره د دوحې تړون یو مثبت اصل دی،  هېواد یې چاته تهدید نه دی او هڅه کوي تر څو هغو ضمني ستونزو ته هم حل ومومي چې تر نړیوالو رسیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي