۰

سعودي عربستان له افغانستان سره ۳۰ میلیون ډالر مرسته کوی

دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۷
سعودي عربستان له افغانستان سره د افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدو په برخه کې ۳۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
سعودي عربستان له افغانستان سره ۳۰ میلیون ډالر مرسته کوی
سعودي عربستان له افغانستان سره د افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدو په  برخه کې  ۳۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د یادې مرستې  هوکړه ليک د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال، په کابل کې د سعودي عربستان له سفير محمد الخالدي او په افغانستان کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مشرېکرولاين وينبیورن سره لاسليک کړ.

د مالیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هوکړه لیک يا تړون لګښت ۳۰ ميلیونه ډالر دی چې عملي چارې به يې په څو پړاوونو کې ترسره کيږي.

په دغه پروګرام کې به هغو افغان مهاجرو لپاره چې بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، د روغتيا، تعلیم او زيربنايي برخو کې ګټورې پروژې پلې کيږي.

په لومړي پړاو کې د ۱۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د ۷ روغتيايي مرکزونو جوړيدل، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ بابه ښوونځيو جوړيدل او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ۱۱ زیربنايي پروژو تطبيق شامل دی چې دغه پروژې به د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې تطبیق کيږي.

يادې پروژې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا مخته وړل کيږي چې د ملي بوديجې له چوکاټ څخه بهر، د سعودي عربستان د انکشافي صندوق له خوا تمويليږي.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال کابل کې د سعودي عربستان د سفير، جاسم الخالدي ویلي، چې دوی د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي او له دغه هېواد سره به یې څو برخو کې مرستې دوام ولري.

هغه زیاته کړې،« نننۍ مرسته مو، افغانستان ته د افغان کډوالو د باعزته بيرته ستنيدو په برخه کې ده.»

د ماليې وزارت وايي، د افغانستان حکومت، هيواد ته د افغان کډوالو د با عزته بیرته ستنيدو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې لازمې زيربناوې تامين کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي