۰
نیکولاس کي:

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ژر وتل به ستره تېروتنه وي

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کي وايي، تر چې طالبان د زړه سولې ته نه وي چمتو شوي، له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو وتل به یوه ستره تېروتنه وي.
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ژر وتل به ستره تېروتنه وي
په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کي وايي، تر چې طالبان د زړه سولې ته نه وي چمتو شوي، له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو وتل به یوه ستره تېروتنه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کي دغه څرګندونې له فورسیز نیوز سره مرکه کې کړې ویلي دي، چې له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه ده پکار.

نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې موافقې ته په اشارې سره ویلي، چې دا موافقه مشروطه ده او که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېږي، نو بیا موافقه نشته.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«اصلي خبره دا ده، چې د موافقې ژمنې باید په عمل کې ثابتې  شي، یوه ژمنه چې طالبانو کړې هغه دا ده چې تاوتریخوالی به کموي، خو حقیقت دا دی چې تراوسه پورې دوی دا کار نه دی کړی.»

طالبانو د اختر په درو ورځو کې ناببره اوربند وکړ چې د افغانانو او نړیوالو له هرکلي سره مخامخ شو خو له اختره وروسته یې بیا بریدونو ته زور ورکړ.

دی زیاتوي، دا سمه ده، چې طالبانو پر ايتلافي ځواکونو او ښارونو کې لویې حملې درولي، خو دوی له ښارونو د باندې او ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو وژلو ته په شدت دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو پخواني سفیر ویلي، امریکا تر مهالوېش وړاندې خپل پوځیان باسي خو طالبان لا هم تشدد کوي.

نیکولاس کي وايي«موږ ډېره هڅه کوو چې د افغانستان حکومت د طالبانو بندیان خوشي کړي چې د اعتماد جوړولو لپاره مهم کار دی.»

د ناټو پخوانی ملکي استازی ټینګار کوي، چې په بل پړاو کې باید د طالبانو او د افغانستان د حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

او په وینا یې تر څو چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هراړخیزه مافقه نه وي شوې امریکا او ناټو باید له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سنا جرګې مشر هم ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید تر ډېره په افغانستان کې پاتې شي او د عراق او سوریې تېروتنې په افغانستان کې تکرار نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي