سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د محبس د مدیر په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون جمعه د غبرګولي ۱۶ مه په کندهار ښار او میانشین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې په یوه خبرپاڼه کې و یلي، د کندهار د محبس پر مدیر سمونوال محمدآګل مجاهد پرون د کندهار ښار د سیمان پله په سیمه کې ناپېژانده وسله والو ډزې کړې او ټپي کړی یې دی.
په اعلامیه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم د برید مسوولیت چا اخیستی.
بل خوا د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر و ايي، په میانشین ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې وویل پېښه پرون ماسپښین د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو.
خبرپاڼه وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه چې یو ماشوم هم په کې دی ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې دا په کندهار کې په تېرو درې ورځو کې د سړک د غاړې ماین د چاودنې درېیمه پېښه ده، چې قرباني یې ولسي وګړي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار