۰
پاکستاني رسنۍ:

طالب مشرتابه د بین الاافغاني خبرو لپاره د نوي پلاوی په ټاکلو غور کوي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د دوی مشرتابه شورا هڅه کوي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره نوی پلاوی وټاکلي.
طالب مشرتابه د بین الاافغاني خبرو لپاره د نوي پلاوی په ټاکلو غور کوي
پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د دوی مشرتابه شورا هڅه کوي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره نوی پلاوی وټاکلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډيلي ټایمز ورځپاڼې ویلي، طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو په درشل کې په خپل مرکچي پلاوي کې د بدلون او حتي د یوه کاملاً نوي پلاوي پر ګومارلو غور کوي.

د طالبانو دغه مشر، چې د نوم نه خپرولو په شرط ورځپاڼې ته زیاته کړې چې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي د بین الافغاني خبرو لپاره د یوه نوي پلاوي پر جوړولو غور کوي.

په راپور کې ویل شوي، وړاندیز شوی چې نوی مرکچي پلاوی د طالبانو د مشرتابه شورا له غړیو جوړ شي او دا ټیم د طالبانو د نوي عمومي قوماندان (ملا یعقوب) تر مستقیمې څارنې لاندې وي.

د سرچینې په وینا د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوندزاده د همدې لپاره ملا یعقوب د طالبانو د پوځي کمیسیون د نوي رييس په توګه ټاکلی چې نوموړی تر بین الافغاني خبرو وړاندې خپل واک او قدرت زیات کړي.

د طالبانو دغه مشر همداراز وویل، یو بل وړاندیز هم شوی چې پر اساس د طالبانو له اوسنی پلاوي سره یو شمېر نور طالبان یوځای شي او د دې کار هدف دا دی چې د مرکچي پلاوي غړي د چا تر اغېز لاندې نه وي.

راپور وايي، د طالبانو مشر له اوسني مرکچي پلاوي څخه امیرخان متقي، مولوي جان محمد مدني، ضیاالرحمان مدني او شیخ رسول ایستلي او دغه راز یې د قطر له دفتره ډاکتر صالح، منیر سعادت، جهانګیروال، عبیدالله عابد او سیداجان لېرې کړي دي.

ډیلي ټایمز ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوندزاده د دې لپاره هم ملا یعقوب د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ټاکلی چې له ځینو قوماندانانو سره د طالبانو د بې اجازې تماسونو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي