۰

پکتیا کې یو قومي مشر وژل شوی دی

پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو قومي مشر د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
پکتیا کې یو قومي مشر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو قومي مشر د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۴ مه د احمد آباد ولسوالۍ اړوند د حسن خېلو چینې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران وايي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشر تراب خان د خپلې کورنۍ د دوه غړو جنازې د مراسمو د لېږد لپاره له مرکز ګردیز خپلې سیمه ته روان و، چې طالبانو جنازې درولې او نوموړی یې د خلکو په مخ کې په ډزو وژلی دی.

د امنیت امر وایي، نوموړي هېڅ دولتي دنده نه درلوده او نه یې هم د کورنۍ کوم غړی په دولت کې په دنده بوخت و.

د یادونې ده، چې د دې قومي مشر د کورنۍ ۲ غړي تېره ورځ ماښپښين مهال د کابل ګردېز په عمومي لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي