۰

طالبانو له روسیې سره د اړیکو په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۵
وسله وال طالبان وايي، له روسیې سره اړیکې نه لري او په دې اړه یې وروستي راپورونه په کلکه رد کړي دي.
طالبانو له روسیې سره د اړیکو په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل
وسله وال طالبان وايي، له روسیې سره اړیکې نه لري او په دې اړه یې وروستي راپورونه په کلکه رد کړي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، طالبان د کوم هېواد له هېڅ ډول جاسوسي واحد سره اړیکې نه لري او دغه ول ادعاوې یوازې د طالبانو د بدنامولو لپاره کېږي.

ټلیګراف ورځپاڼې د امریکايي استخباراتو په قوله ویلي، روسیې هغو طالبانو ته چې په افغانستان کې یې په بهرنیو ځواکونو بریدونو تر سره کول جایزې او انعامونه ورکول.

په دغه راپور کې  ویل شوي« د روسیې لخوا هغو طالبانو ته چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو باندې به یې افغانستان کې بریدونه ترسره کول، یابه یې د هغوی له ډلې کوم سرتېر وواژه، امتیازات او جوایز ورکړل شوي دي.»

راپور وايي، افراطیانو د انعام پیسې ترلاسه کړې دي، خو دا یې جوته نه ده چې دا پيسې پر امریکایانو د بریدونو په بدل کې ورکول شوې دي که بله کومه وجه هم لري؟

راپور کې زیاته شوې، دغه جوایز او انعامونه ځکه طالبانو ته ورکول کېدل، چې هغوی پر امریکايي ځواکونو بریدونو ته وهڅول شي او امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجبور شي، چې له افغانستان څخه ځواکونه وباسي.

ورځپاڼه د سرچینو په حواله لیکي چې ټرمپ ته په مارچ میاشت کې په دې تړاو معلومات هم ورکول شوي وو، خو هغه یې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د روسیې او طالبانو له اړیکو پرده پورته کړې وايي، د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه پیسې ورکړې.

ورځپاڼه وايي، د امریکا استخباراتي مامورینو ورته ویلي، له ولسمشر دونالد ټرمپ سره په دې اړه معلومات شریک شول او په مقابل کې یې د نویو بندیزونو او دیپلوماتیکو اقداماتو په ګډون یو لړ ممکن ځواب وویل شو.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، استخباراتي چارواکي باور لري چې طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل.

دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له نیویارک ټایمز سره مرکه کې دا راپورونه رد کړي ویلي یې دي، دوی د کوم هېواد له هېڅ ډول جاسوسي واحد سره اړیکې نه لري او دغه ډول ادعاوې د دوی د بدنامولو په موخه کېږي.

هغه زیاته کړې، دوی وړاندې تر دې په افغانستان کې د بهرنیانو د ترور او وژلو خبره مني او په خبره یې دا هر څه یې له خپل ادرسه او خپلو منابعو څخه ترسره کړي دي.

خو  په وینا یې  له امریکایي لوري سره تر توافق وروسته دې موضوع تغیر کړی دی او دوی ژمنه کړې ده چې نور به پر بهرنیانو بریدونه نه کوي او یاده ډله شوي تعهد ته ژمنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي