۰

د المان ځانګړي استازي قطر کې له طالبانو سره پر افغان سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۷
وسله وال طالبان تاییدوي، چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکس بوتزل قطر کې د طالب مشرانو او استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د المان ځانګړي استازي قطر کې له طالبانو سره پر افغان سوله خبرې کړې
وسله وال طالبان تاییدوي، چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکس بوتزل قطر کې د طالب مشرانو او استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په دوحه کې له مارکس پوتزل سره کتلي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر، د تاوتریخوالي پر کموالي، د بین الافغاني خبرو پر پيل او د زندانیانو پر خلاصون خبرې شوې دي.
 
طالبانو ویلي چې دوی هوکړې ته ژمن دي او باید نور اړخونه هم هغه څه عملي کړي چې په هوکړه کې راغلي دي.
 
په ورته وخت کې مارکس پوتزل ویلي، المان د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ او مرستې ته ژمن دی او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره زمینه مساعده کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي