۰

روسیې طالبانو ته د پيسو د ورکړې راپورونه په کلکه رد کړل

یکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۳
روسیې د امریکايي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې مسکو طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې پیسې او انعامونه ورکوي.
روسیې طالبانو ته د پيسو د ورکړې راپورونه په کلکه رد کړل
روسیې د امریکايي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې مسکو طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې پیسې او انعامونه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  امریکايي رسنیو پرون راپورونه ورکړل، چې روسیې استخبارات له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې جایزې او انعامونه ورکوي.

دغه رسنیو د امریکايي استخباراتي سرچینو په قول ویلي وو مسکو دا کار ځکه کوي، چې د امریکا ولسمشر اړ شي، چې سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز طالبانو دغه راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، دا د جعلکارۍ یوه بله هڅه ده، څو له دې لارې د افغانستان د سولې پروسه ګډوډه کړي.

په ورته وخت واشنګټن کې د روسیې سفارت ویلي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو په طراحۍ کې د مسکو بې اساسه تورنولو په واشنګټن او لندن کې د روسیې د سفارتونو د کارکوونکو ژوند له مستقیم خطر سره مخامخ کړی دی.

طالبانو هم دا راپور رد کړی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا ډول اوازې د دې لپاره خپرېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په لاره کې خنډ پېښ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي