۰
ټرمپ:

طالبانو ته د روسي استخباراتو مالي مرستې په اړه راپور جعلي دی

دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر دې نه دی خبر چې روسیې دې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په غبرګون کې پیسې ورکړې وي.
طالبانو ته د روسي استخباراتو مالي مرستې په اړه راپور جعلي دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر دې نه دی خبر چې روسیې دې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په غبرګون کې پیسې ورکړې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور بې بنسټه بللی زیاتوي، چې هېچا ده او لومړي مرستیال مایک پنس او د دفتر مشر ته یې له طالبانو سره د روسي استخباراتو د مرستې نه دي ویلي.

ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نیویارک ټایمز ورځپاڼه باید خپله ادعا ثابته او هغه بې نومه سرچینه افشا کړي چې پر بنسټ یې دغه راپور جوړ کړی دی.

ټرمپ دغه خبر جعلي بللی او ویلي یې دي، هغه سرچینه به هېڅ شتون ونه لري چې نیویارک ټایمز یې راپور کې یادونه کړې.

ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټ کې زیاته کړې، هرڅوک دغه راپور ردوي او افغانستان کې دوی باندې ډېرې حملې هم نه دي شوي.

د ډونالډ ټرمپ د ملي استخباراتو پخواني سرپرست ریچارد ګرینل، چې کمه موده دې پوست کې پاته شوی، هم پر ټویټرپاڼه لیکلي، ده هېڅکله داسې خبره نه ده اورېدلې.

د هغه په وینا دا ډېره بده ده چې استخبارات سیاسي کېږي او د ده په خبره خبریالانو ته له نا معلوم ادرسه د معلوماتو لیک کول بیا خطرناک دي.

د یادونې ده، چې  نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ یو راپور ویلي، تېر کال د روسیې یوې څارګرې ډلې له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په پټه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي سرتېرو د وژلو پر سر د انعامونو وړاندیز کړی و.

د راپور پر بنسټ طالب وسله والو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو پر ضد د ځینو بریالیو عملیاتو له بشپړولو وروسته د روسیې د استخباراتو له خوا دا وړاندیز شوي انعامونه ترلاسه کړي هم دي.

خو روسیې، او طالبانو دواړو په کلکه دغه راپورنه رد کړل او ویلې یې  دي، چې دوی له یو له بل سره اړیکې نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي