ولسمشر غني وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې په هېواد کې پر ازادیو او ارزښتونو بریدونه ډېر شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نن دوشنبې د چنګاښ ۹ مه د کابینې په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي پر ارزښتونو او ازادیو برید خورا خطرناک ګام دی او باید پر وړاندې یې اړین او جدي اقدامات ترسره شي.
ولسمشر ویلي، حکومت ژمن دی چې د هدفي او مرموزو بریدونو څېړنه وکړي او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې په دې تړاو خپل جدي اقدامات پيل کړي.
ښاغلي غني همدا راز په کابل کې د بشري حقونو کمیسیون پر کارکوونکو د شنبې ورځې برید هم په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د بشري حقونو د کمیسیون د کارکوونکو، څارنوالانو او مدني فعالانو د امنیت په تامین کې جدي ګامونه اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل