۰
د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان:

د جګړې ښکیلې خواوې دې تلپاتې اوربند وکړي

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۵
په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر ډاکټر یوسف العثیمین د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د جګړې ښکیلې خواوې دې تلپاتې اوربند وکړي
په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر ډاکټر یوسف العثیمین د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوسف العثیمین له ښکیلو خواوو د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د داسې سولې لپاره کار وکړئ چې افغانان یې د ډېر وخت راپدېخوا په تمه دي.

نوموړي په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او هغه برید یې غندلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ولسي خلک وژل شوي وو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر له افغانانو هم غوښتي څو د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

د دغه سازمان سرمنشي ویلي، تمه لري چې د سولې روانې هڅې به د افغانانو د هوساینې او افغانستان کې د پرمختګ او امنیت سبب شي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او هره ورځ پکې په لسګونه خلکو ته مرګژوبله اوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي