۰

د غزني د ده یک امنیه قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوی

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان له دوه پولیسو سره یو ځای د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني د ده یک امنیه قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان له دوه پولیسو سره یو ځای د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه په ده یک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، سهار څلور نیمې بجې په  یاده ولسوالۍ کې  طالبانو پر ځینو پوستو بریدونه پیل کړل، امنیه قوماندان جبیب له پولیسو سره یو ځای د بریدونو د مخنیوي لپاره ور روان، چې  په لار کې یې موټر ماین وهلی.

د والي ویاند زیاتوي، چې په چاودنه کې امنیه قوماندان جبیب او دوه پولیس وژل شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

هغه د جګړې په اړه و ویل، چې په جګړه کې هم امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی او د طالبانو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي