۰

غزني کې چاودنې درې ماشومان وژلي دي

چهارشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې چاودنې درې ماشومان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېشه وړمه ورځ (دوشنبې د کب ۱۶مه) د غزني مرکز څلورمې حوزې اوړند په قرباغي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله مجاهد ویلي، ماشومانو په یوې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې، چې پرې چاودنې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د چاودنې له امله درې ماشومان، چې عمرونه یې د لسو کلو شاوخوا و وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي