۰

هلمند کې ناپېژانده وسله والو دوه ملکي وګړي وژلي

دوشنبه ۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر ملکي کسانو ډزې کړې او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
هلمند کې ناپېژانده وسله والو دوه ملکي وګړي وژلي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر ملکي کسانو ډزې کړې او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې، چې دوه تنه په کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
 
چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه دی خو زیاتوي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي. چارواکي ټینګار کوي چې ډېر ژر به د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي