۰
جنرال مک کېنزي:

طالبانو له امریکا سره کړی تړون نقض کړی دی

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۱
طالبانو له امریکا سره کړی تړون نقض کړی دی
د امریکا د مرکزي قواو د قومندانۍ مشر جنرال کنیت مک‌کینزي، طالبان له امریکا سره د شوي تړون پر نقض تورن کړي وايي، که طالبان غواړي، یو بهرنۍ سرتېری افغانستان کې پاتې نه شي باید تړون ته ژمن پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مک کيزي له امریکا غږ سره په مرکه کې  ویلي،  طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبانو د دوحې د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو خپل بریدونه بند کړي خو د بل هر وخت په پرتله یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

دی وايي، که طالبان غواړي په افغانستان کې هېڅ بهرنی عسکر پاتې نه شي، نو باید تړون ته ژمن پاتې شي او د سولې بین‌الافغاني مذاکرات چې پر وینا یې د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو مهم ګام دی پیل کړي.

دغه لوړ پوړي امریکايي جنرال په خپلو خبرو کې له القاعدې ډلې سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو بې ‌باوري ښودلې ده.

جنرال مک‌کینزي ویلي« غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې القاعده، داعش یا کومه بله سخت‌دریزه ډله په افغانستان کې ځای پر ځای نشي او پر لویدیځ د بریدونو پلانونه ونیسي. دا یو ځل پېښ شوي او موږ نه غواړو چې دا پېښه بیا تکرار شي.»

جنرال مک‌کینزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته انعام ورکوي، دا مسله د اندېښنې وړ وبلله.

د امریکا د مرکزي قواو د قومندانۍ مشر وايي، متحده ایالات لا هم په دې برخه کې څیړنې کوي او په تړاو یې تراوسه اسناد نه دي موندلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي