۰
جنرال مک کېنزي:

تر نومبر پورې به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راکم کړو

پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د نوومبر تر لومړیو پورې له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راکموي.
تر نومبر پورې به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راکم کړو
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د نوومبر تر لومړیو پورې له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راکموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال فرانک مکېزي پرون وروسته له هغې له رسنیو سره وکړې، چې له عراق څخه یې په روانه میاشت کې د څو زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.

نوموړي له امریکايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د نومبر میاشتې تر لومړیو پورې به په افغانستان کې هم د امریکايي سرتېرو له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راکم شي.

هغه زیاته زیاته کړې«په ۴۵۰۰ پوځیانو به هم موږ کولی شو چې خپل اصلي ماموریت ترسره کړو او موږ خپل ښه نیت ښوولی دی چې په دې هېواد کې غاصب ځواک نه یوو، خو ستراتېژیکې او حیاتي ګټې لرو او هغه موږ دې باور ته رسوي چې د القاعده په شان ترهګر د امریکا په متحدو ایالتونو برید کولی شي.»

په ورته وخت کې مک کېنزي دا هم و ویل، چې طالبانو لا هم نه ده روښانه کړې، چې القاعده سره یې اړیکې شلولې او لا هم د افغان ځواکونو پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې مک کېنزي پرون په عراق کې اعلان وکړ، چې له دې هېواد څخه له شته ۵۲۰۰ سرتېرو څخه ۲۲۰۰ تنه باسي، خو دا چې د افغانستان څخه د سرتېرو ایستل به کله اعلانوي، په اړه یې جزیات نه دی ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي