۰
افراسیاب خټک:

د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې ناسمه او کړنې یې نمایشي دي

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
د پاکستان په سنا کې پخواني سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وایي، پاکستان د سیمې د ټولو هېوادونو په تېره د افغانستان پر وړاندې سم او سالم سیاست نه لري او ټول کارونه یې نمایشي دي.
د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې ناسمه او کړنې یې نمایشي دي
د پاکستان په سنا کې پخواني سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وایي، پاکستان د سیمې د ټولو هېوادونو په تېره د افغانستان پر وړاندې سم او سالم سیاست نه لري او ټول کارونه یې نمایشي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خټګ ویلي، پاکستان وخت او وضعیت ته په کتو د افغانستان په هکله نمایشي کارونه ترسره کوي او ډېر وخت موقتي وي.

نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کې پاکستان له افغانستان سره ګڼې سوداګریزې لارې پرانیستې دي، چې په بدل کې یې له افغان حکومت ارو مرو کومه تمه لري او دا کار یې نمایشي او تېر ایستونکی دی.

هغه وایي پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د افغانستان او پاکستان د ودې او پرمختګ لپاره سالم سیاست غوره کړي او په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره رښتینی چلند وکړي.

ښاغلي خټک له پاکستان دا هم غوښتي چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دې یو مستقل افغانستان ومني او له افغان حکومت سره دې اړیکې پیاوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي