۰

د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شو

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
راپورنه وايي، د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د مرکزي بانک سرپرست احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړیدی.
د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شو
راپورنه وايي، د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د  مرکزي بانک سرپرست احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمي زابلي ویلي، احمدي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د قانون خلاف په مرکزي بانک کې به ادلون بدلون او د ځینو کسانو په لرې  کولو لاس پورې کړی دی.

د یادونې ده، چې پرر اجمل احمدي تر دې مخکې هم نیوکې شوې دي او په ټولنیزو رسنیو کې ترې ګڼ شکایتونه موجود دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو او ولسي جرګې بیا پرون واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني، د ولسمشر سلاکار او د مالیې پخوانی سرپرست وزیر او د هغه سکرتر، د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند او د هغه زوم، په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په ۱.۸ میلیون ډالري پروژه کې د فساد له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي