۰

یوناما د اختر په شپو کې د اوربند غوښتنه کړې ده

شنبی ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړي.
یوناما د اختر په شپو کې د اوربند غوښتنه کړې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما مشرې دیبرا لاینز د جګړې په ښکېلو خواو غږ کړی چې جنګ بس کړي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

یوناما تېره ورځ په خپل ټویټر د اغلې لاینز له قوله لیکلي، د جګړې اړخونه دې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي او همدا شان دې له اوربند وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر هم د دغه غوښتې هرکلی کړی او پر طالبانو یې د اورکم او بین الاافغاني خبرو د پیلولو غږ کړی دی.

د دغه دفتر د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد که څه هم د اختر په ورځو کې له احتمالي اوربند هرکلی کوي، خو وایي چې لنډ مهالی اوربند نه ‌شي کولای د افغانانو درد ته دوا شي.

دی وايي، که طالبان اوربند نه ‌کوي، لږ تر لږه دې تاوتریخوالی راکم کړي، څو په افغانستان کې د سراسري سولې لپاره د بین‌الافغاني خبرو زمینه برابره شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه نه‌ دي ویلي چې د اختر په ورځو کې اوربند کوي کنه، خو د دغې ډلې خو وايي کېدای شي له اختر وروسته بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چمتو دي چې په مشروط ډول تر اختره د افغان حکومت پاتې بندیان هم ازاد کړي.

ښاغلي شاهین پر خپل ټويټر لیکلي دي چې دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې افغان حکومت د طالبانو د ورسپارل شوي لېست مطابق طالب زندانیان ازاد کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي