۰

افغانستان، چین، پاکستان او نیپال د سیمې د روان حالت په اړه خبرې کړې

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۷
د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې په روان وضعیت خبرې او یو له بله د همکاریو ژمنې کړې دي.
افغانستان، چین، پاکستان او نیپال د سیمې د روان حالت په اړه خبرې کړې
د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې په روان وضعیت خبرې او یو له بله د همکاریو ژمنې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې پرون دوشنبې د زمري ۶ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې، او په کې د څلورو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کنفرانس کې په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د کرونا پر وړاندې پر مبارزه او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

چین ویلي دوی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پراختیا او کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ټینګار کړی چې په سیمه کې دې اقتصادي فعالیتونه بېرته پيل شي او په دې توګه دې د کرونا وبا منفي اغېز راکم کړل شي.

د یادونې ده، چې څلور واړه هېوادونو د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي