۰

جنرال مېلر: تاوتریخوالی باید کم شي تر څو د سولې پر لور حرکت وکړ

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۵
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
جنرال مېلر: تاوتریخوالی باید کم شي تر څو د سولې پر لور حرکت وکړ
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی باید کم شی تر څو سولې ته لار هواره شي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي«تاوتریخوالی ډېر لوړ دی، د یوناما راپور د ملکي تلفاتو په اړه جزئیات ورکړي دي، موږ ټول پوهېږو چې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره، ملکي وګړي ډېره بیه پرې کوي، بناً تاوتریخوالی باید کم شي څو فرصت ولرو د سولې پر لور حرکت وکړو.»

یوناما پرون په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبلې په اړه شپږ میاشتنی راپور خپور کړ، چې په وینا یې په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما په دغه راپور کې د یادې مرګ ژوبلې پړه تر ډېره په وسله والو طالبانو اچولې او ترې غوښتي یې و، چې تاوتریخوالی کم او سولې ته لار برابر کړي.

دغه راز ناټو هم دا ویلي چې د طالبانو له ‌خوا د نه‌ منلو وړ تاوتریخوالي، په افغانستان کې ډېره ملکي مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغه سازمان پر ټویټر لیکلي چې د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ټینګار، د سولې فرصت ته زیان رسوي، نو له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي په کمولو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

خو وسله والو طالبانو د یوې  اعلامیې په خپرولو سره د یوناما دا راپور رد او هغه یې بې بنسټه بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي