۰
د مخابراتو وزارت:

د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو ګواښ په ښکاره د خلکو د حقوقو ماتول دي

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د مخابراتي شبکو ګواښ او بندولو په ښکاره له ښاري او د خلکو له حقونو سرغړونه ده.
د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو ګواښ په ښکاره د خلکو د حقوقو ماتول دي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د مخابراتي شبکو ګواښ او بندولو په ښکاره له ښاري او د خلکو له حقونو سرغړونه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي طالبانو تازه سلام او افغان ټیلیکام شرکتونو نظامي او استخباراتي بللي او هغه یې د خپلو نظامي اهدافو په توګه ټاکلي، او ګواښ یې ورته کړی دی.

د مخابراتو وزارت چارواکو د طالبانو پر دغه ګواښنې خواشني ښودلې وايي، دغه شرکتونه په حکومتي کارکوونکو پورې نه دي تړلي بلکې عامه خدمات وړاندې کوي.

د یاد وزارت ویاند حامد پویا له جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې سلام او افغان ټیلیکام ملي او سوداګریز شرکتونه دي، چې ټولو هېوادوالو ته د هېواد په هر ځای کې خدمات وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه، دغه دوه شرکتونه د افغانستان په لرې پرتو او له ستونزو ډک شرایطو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، چې نه باید وګواښل شي.

هغه د طالبانو هغه اعلامیه چې په کې یې یادو شرکتونو او هغه کسانو ته چې د دغه شرکتونو سیم کارتونه لري ګواښونه او منع کول د خواشنۍ وړ وبلل.

د وزارت ویاند ټینګار کوي، چې دغه دوه شرکتونه په هېڅ صورت نظامي او استخباراتي نه دي او نه یې هم کارکونکي دولتي کسان دي، بلکې دغه شرکتونه د ټولنې هر ډول خلکو ته په یوه شان خدمات وړاندې کوي.

دی وايي، د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې خلک حق لري، چې د علم او ټینکالوژۍ له اسانتیاو او پرمختګونو ګټه واخلي او له دغه خدماتو د خلکو محروم کول په حقیقت کې د خلکو د حقوقو ښکاره ماتول دي.

نوموړي پر افغان حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونو غږ وکړ، چې د مخابراتي شبکو امنیت او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې مخابراتي شرکتونو ته چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، ستونزې جوړې نه کړي بلکې اجازه ورکړي، چې شرکتونه په سمه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
 
جمهورخبري آزانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي