۰

د پاکستان ولسمشر: له افغانستان اړیکې پراخوو

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا کار کوي.
د پاکستان ولسمشر: له افغانستان اړیکې پراخوو
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا کار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر ښاغلي علوي زیاته کړې، دوی هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

د نوموړي په خبره د عمران خان په مشرۍ حکومت تل هڅه کړې له ټولو ګاونډیو په تېره له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

علوي زیاتوي پاکستان غواړي په بېلو برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړې له همدې امله یې په دې وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیتي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.

د پاکستان ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستانی پوځ لا هم پر افغان خاوره بریدونه کوي او پاکستان په غیر قانوني توګه د افغانستان په ډېری برخو کې فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي