د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان وروستۍ ادعاوې، چې ګنې ځینې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي په کلکه رد کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه هېڅ ډول ترهګرو ته خپله خاوره کې ځای نه ورکړی او نه یې هم ورکوي، بلکې د ټولو ډلو پر ضد ریښتینې او جدي مبارزه کوي.
د پاکستان پوځ پرون ادعا کړې وه، چې افغانستان کې د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې خپل فعالیتونه تنظیموي.
پاکستاني پوځ ویلي، د جماعت الاحرار ډله بېرته د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شوې او دغه دواړه ډلې په افغانستان کې پلانونه جوړوي او پاکستان کې یې عملي کوي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د پاکستان د پوځ وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې اوس په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه چېرته دي او څوک یې تمویلوي.
امان وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ یوې ډلې ته په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل