راپورونه وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ګډه غونډه به راتلونکې اوونۍ د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو په کچه وي.
راپورونه وايي، په دې ګډه غونډه کې به د تېرو طرحو او هوکړو په دوام او دوه اړخیزه اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې اترې وشي.
پاکستاني چارواکو دا غونده مهمه بللې وايي، یاده ناسته کې به تر ډېره تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا وي.
د سرچینې په خبره پاکستان غواړي له افغانستان سره په ترانزیتي او سوداګریزه برخه کې اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل