۰

عبدالله عبدالله کابل کې د ناټو له ملکی استازي او روسیې د سفیر سره لیدلي

دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۶
د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي او کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي دي.
عبدالله عبدالله کابل کې د ناټو له ملکی استازي او روسیې د سفیر سره لیدلي
د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي او کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنې نن دوشنبې د وږي ۱۷ مه په جلا جلا توګه شوې او په کې دواړو لورو پر افغان سوله او ځینو نورو سیمه ییز موضوعاتو خبرې کړې دي.

د مصالحې عالي شورا خبرپاڼه وایي، ښاغلي عبدالله د ناټو له ملکي استازي اسټفانو بونټه کورو سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پر پیل او له افغان سولې د سیمې او نړۍ پر همکارۍ خبرې وکړې.

سرچینه وایي، د ناټو ملکي استازي د افغان سولې پروسې څخه یو ځل بیا کلک ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې له دغه تاریخي فرصت څخه باید پوره ګټه واخستل شي تر چې افغانستان تل پاتې سولې ته ورسېږي.
 
بل خوا همدا نن عبدالله عبدالله په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم د سولې په ځانګړې ډول د بین الافغاني خبرو پر پیل او له دغه پروسې د سیمه ییزې او نړیوال ملاتړ په اړه خبرې اترې کړې دي.
 
کابل کې د روسیې سفیر د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل څخه ملاتړ کړی ویلي یې دي، مسکو د یوه سوله ییز او باثبات افغانستان غوښتونکی دی او په دې برخه کې به هېڅ راز همکاري ونه سپموي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي