د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له خوا د کورنیو چارو مخکني وزیر مسعود اندرابي لرې کېدو ته غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن شنبې د کب ۳۰ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د مسعود اندرابي لرې کېدل او پر ځای یې له مشورې پرته د سرپرست معرفي کول، هغه هم له موجه دلالیلو پرته او په بېړه د دواړو لورو تر منځ د شوې سیاسي موافقې مخالف عمل دی.
عبدالله ټینګار کړي، چې په اوسنیو شرایطو کې دغه پرېکړه د هېواد ملي ګټو مخالفه او د نه منلو وړ ده.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون د ځانګړي فرمان په ترڅ کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له دندې لرې او پر ځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او ستر جنرال محمد ایوب سالنګي یې د دغه وزارت د ارشد امنیتي معین په توګه وټاکه.
دغه راز ښاغلي غني په یوه بل فرمان کې د افغان پوځ مشر جنرال یاسین ضیا هم د دفاع وزارت د سرپرست او پوځ د مشر په توګه وټاکه.
جمهورخبري آژانس:کابل