د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ژان ارنولټ سره لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او ښاغلي ارنولټ لیدنه نن یکشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د قطر پلازمېنه دوح کې شوې ده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د سولې په وروستیو هڅو، مذاکراتو او له دې مذاکراتو څخه په ملاتړ خبرې اترې وشوې.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په لوړه کچه د مذاکراتو له پيلېدو خوښي وښوده او هغه یې د سولې لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د افغانستان د معضلې یوازینۍ حل لاره خبرې اترې دي.
په ورته وخت ښاغلي عبدالله د ملګرو ملتونو له همکارۍ نه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په خبرو اترو باور لري او د ستونزو د حل یوازینۍ لاره هم مذاکرات دي.
د یادونې ده، چې پرون دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې او دواړه لورو د ستونزو پر سیاسي حل ټینګار وکړ.
که څه هم د ناستې جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري وایي، د بندو دروازو تر شاه داسې څه پېښ شول، چې افغانانو ته به ښه خبر وي.
په ورته وخت په قطر کې د شخړو د حل او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وایي، د افغان سولې په اړه هیله مندۍ ډېرې شوې دي.
ښاغلي برکات په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي د افغان جګړې وروستۍ مرحلې وي او افغانان ډېر ژر د سولې شاهدان وي.
نوموړي زیاته کړې، چې له قطر د افغان سولې په اړه ښه زيري پر لار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل