۰

عبدالله عبدالله: له سولې همغمره لرې یو لکه پخوا چې لرې وو

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وايي، له سولې همدومره لرې یې لکه پخوا چې لرې وو.
عبدالله عبدالله: له سولې همغمره لرې یو لکه پخوا چې لرې وو
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وايي، له سولې همدومره لرې یې لکه پخوا چې لرې وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن پنشنبې د غبرګولي ۱۳ مه د جنرال داود داود په تلین غونډه کې وینا کوله و ویل، که څه هم د سولې خبرې پیل شوې او دوام لري، خو تر اوسه پورې کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

ډاکتر عبدالله و ویل«موږ له سولې همغمره لرې یو لکه پخوا مو چې ترې واټن درلود.»

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او وتل یې پیل کړي، خو مخالفین پر جګړه ټینګار لري او غواړي له همدې لارې د افغانستان ستونزه حل کړي.
 
دی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وايي، چې د دغه وتلو توپیر له پخوا سره دا دی، چې نن نړیواله ټولنه ټینګار لري، چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي او د پخوا په شان به په تجرید کې نه وي.

ښاغلي عبدالله د جمهوریت په لیکو کې هم د اختلافاتو یادونه وکړه، خو د جزیاتو له ورکولو پرته یې و ویل، چې دا اختلافات به انشاالله ډېر ژر حل او یوې نتیجې ته به ورسېږي.

عبدالله وايي، د سیاسي اختلافاتو حل تدبیر او د فکر یووالي ته اړتیا لري او خلک باید د دغه کښتۍ تر څنګ (نظام) ودرېږدي او له سقوط څخه یې مخینوی وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د سولې مرکچي پلاوړي غړي وايي، د طالبانو مرکچي پلاوی پاکستان کې له خپلو مسوولینو سره سلا مشورې کړې او له دغه سلا مشورو دوی ته داسې جوته شوې، چې دا ځلي خبرو کې به په اساسي موضوعاتو کې، چې اوربند او سیاسي جوړجاړي کې پرمختګ وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي