د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او سیاسې حل لار ته مخه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوپیا پرون جمعه د وږي ۲۹ مه په خپل ټوېټر لیکلي، طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښي، نه دا چې د ترهګرو په شان وسلې وکاروي.
نوموړي ویلي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د اروپايي ټولنې استازي د سولې خبرو پیل ته په اشارې هیله څرګنده کړې، چې تاوتریخوالی کم شي او ستونزې د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي.
طالبانو تر اوسه د کوبیا پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي دوی په خپلو بریدونو کې د پام کموالی راوستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل