۰

برېتانیا: د سولې خبرو د پرمختګ لپاره اوربند اړین دی

پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د برېتانیا له سفیرې آلیسون بلیک سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
برېتانیا: د سولې خبرو د پرمختګ لپاره اوربند اړین دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د برېتانیا له سفیرې آلیسون بلیک سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن پنشبنې د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې او په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا د سفیرې له خولې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د پرمختګ لپاره اوربند خورا مهم او اړین دی.

مېرمن بلیک ټینګار کړي، باید د تاوتریخوالي کموالي لپاره اقدامات وشي او د دغه بهیر د څار لپاره باید یو ځانګړی میکانیزم رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي، بین الافغاني خبرې پيل شوې او د سولې په برخه کې د پیل شوو هڅو د بریا لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمول خورا مهم دي.

هغې له افغان حکومت او د سولې له پروسې د برېتانیا پر ملاتړ ټینګار کړی وايي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تر دې هم پیاوړې کړي.

کابل کې د برېتانیا سفیرې د بین الافغاني خبرو پیل یوه مهمه لاس ته راوړنه بللې ده او د دې بهیر د بریا هیله یې څرګنده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي