۰

متقي د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته ولاړ

شنبی ۲۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په لور روان شو.
متقي د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په لور روان شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي او ورسره پلاوی نن شنبې د لیندۍ ۲۷ مه سهار اسلام آباد ته د روانېدو پر مهال هوايي ډګر کې خبریالانو ته و ویل، چې اسلام آباد ته د تګ موخه یې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون دی.

نوموړي زیاته کړه دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه غونډه جوړه وي، چې په وینا یې د افغانستان لپاره خورا مهمه ده.

ده و ویل، چې په دغه غونډه کې به په سیاسي، اقتصادي او افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ژورې خبرې وشې.

هغه یو ځل بیا د دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې دوی به په دغه غونډه کې له نړیوالو سره خپلې غوښتنې، چې د اړیکو پراختیا او ښه والی دی وړاندې کړي.

د ښاغلي متقي په وینا دا د اسلامي همکاریو سازمان لپاره هم یو مهم فرصت دی، ځکه په وینا یې په افغانستان کې وروسته له ۴۰ کلونو په لومړي ځل داسې یو حکومت رامنځ ته شوي، چې په ټوله خاوره کنټرول لري او امنیت یې کابو کړی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر و ویل، د اسلامي همکاریو سازمان څخه به یې مشخصې غوښتې، د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه او بشري اړیکو پراختیا او له افغانستان سره په دغه برخو کې مرسته وي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او متوازنه اړیکې غواړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې ورو ورو له اسلامي نړۍ سره خپلې اړیکې ټینګې او شې یې وپالي.
 
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه به د سعودي عربستان په غوښتنه سبا یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.

دغه غونډې ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو استازي وار له مخې اسلام آباد ته رسېدلي او متقي هیله لري، چې د نورو اسلامي هېوادونو استازي هم ورته راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي