سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د قلعټک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، په دغه پېښه کې یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، وژل شوی او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې مرمۍ د وسله والو له خوا توغول شوې او که د افغان ځواکونو له خوا.
جمهورخبري آژانس:کابل