په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوی وايي، دوی د اختلافي ټکو د حل توافق ته نېږدې شوي او ژر ده چې ټول اختلافات به حل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، دوی د سولې په هیله خبرو ته حاضر شوي او دېر ژر به په بین الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي.
وردګ وايي، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ سره مخ کېږي خو د ځنډ مانا دا نه ده چې تفاهم دې ناشونی وي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړي او ویاند نادر نادري وايي، د دوحې خبرې ټکنۍ شوې نه دي او ۹۲ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.
نادري زیاته کړې، چې په خبرو کې دمه عموماً د دې لپاره وي چې دواړه غاړې په خپل منځونو کې پر شویو خبرو سلا مشورې کوي.
د افغان مرکچي پلاوی ویاند نادري زیاتوي، چې د دوی لوری لا هم په اوربند ټینګار کوي.
د یادونې ده، چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې، خو لا هم د کړنلارې او اجنډا پر ټاکلو نه دي بریالي شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل