۰
امرالله صالح:

طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي

دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۴
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي.
طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه له تحولاتو د طالب غلت لوستل تر عنوان مقاله کې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو ماته حتمي ده، ځکه نه پر زور په خلکو د طالباني فکر تحمیلول امکان لري او نه هم طالبان کومه سیاسي برنامه لري، چې خلک زړه پرې وتړي.

هغه لیکلي«د د افغانستان پر خلکو د طالبانو د پوچو او خونړیو بریدونو د زیاتوالي عمده لامل دې ډلې له سیاسي تحولاتو څخه غلت برداشت کړی دی، دوی ملي اراده کمه نیولې او د سولې پروسې څخه په غلت درک سره یې بریدونه زیات کړي دي، ډېری هغه سیمې چې طالبانو په کې بریدونه زیات کړي د خلکو له مقاومت سره مخ کړي دي.»

نوموړی وايي، طالبان به دغه توتریخوالي څخه هېڅ ستراتېژیک او سیاسي ګټه پورته نه کړی شي ځکه د سیاسي ګټې او فشار په توګه د تاوتریخولی کارول د افغانستان د خلکو پر وړاندې منفور عمل دی.

امرالله صالح زیاتوي، چې طالبان اوربند خپل مرګ ګڼې او فکر کوي، چې د ۹۰ لسیزې په شان په وژنو به یو ځل بیا خلک د ځان تابع او ارام کړي.

د هغه په وینا که چېرې طالبان دغه د انسان وژنې له فکر څخه چې اوس یې روان کړی بدل نه شي، په خواشنۍ چې د تاوتریخوالي یو بل بحران به هم تجربه شي.

دی وايي، د طالبانو ماته حتمي ده، ځکه نه پر زور په خلکو د طالباني فکر تحمیلول امکان لري او نه هم طالبان کومه سیاسي برنامه لري، چې خلک زړه پرې وتړي.

ښاغلی صالح وایي، سره له دې چې طالبانو ۲۵ کاله د راولپنډۍ د تامین لپاره وسله پر اوږه وګرځوله خو په لیکو کې یې یوه کرزماتیکه څېره راپوروته نه شوه او ټوله پانګونه یې پر دې ده، چې ټولنه په جهل او تیارو کې وساتي او خپل نیابتي حاکمیت پرې وتپي.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، طالبان د توکو په شان د ګاونډي د ګټو د خوندیتابه لپاره د خاورې د کنټرول هڅه کوي او د خلکو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري، نو ځکه لکه ملخان حملې کوي او لکه ملخان بېرته ځي.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې او له بل پلوه طالبانو په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول په هلمند ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي