۰

په رشوت د درې سناتورانو نیول، صالح، دا حیرانونکی کار به دوام ولري

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بډې او رشوت اخیستو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي، دا حیرانوونکی کار به دوام ولري.
په رشوت د درې سناتورانو نیول، صالح، دا حیرانونکی کار به دوام ولري
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بډې او رشوت اخیستو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي، دا حیرانوونکی کار به دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې درې ته سناتوران په داسې حال کې، چې د رشوت زرګونه ډالر یې جېب ته کول په حیرتان بندر کې نیول شوي دي.

نوموړی ویلي، دا ډېر کم دي، بلکې څو ورځې وړاندې یو بل ټیم توانېدلی، چې په دوه نورو ولایتونو کې دوه سوه پنځوس زره امریکايي ډالر رشوت واخلي.

ښاغلي صالح لیکلي«دا خو ډېر لږ دي، څه موده وړاندې یو بل ټیم په دوه نورو ولایتونو کې ۲۵۰ زره امریکايي ډالر رشوت اخیستی و، خو په خواشنۍ، چې مستند مو نه شوای کړای او هغه څه چې تر سره شوي ښايي نیمه پاڼه هم نه شي.»

خو ښاغلي صالح په ټینګار سره ویلي، چې دغه ښه او حیرانوونکی کار یغنې د مستندو نیولو پروسه به دوام پیدا کړي.

دی وايي، هر کله چې یو کس وغواړي له دلیل پرته د دونیا ټول کاربار پرېږدي او عاید لرونکو حساسو ځایونو ته په پلټونو پسې ولاړ شي او یا هم په ګمرکونو کې د خپلو خپلوانو او کورنۍ د غړو پر ګمارنې ټينګار کوي، حتمن یوه خبره، په سر کې یو خیال او په بوټو کې رېګ لري.

ښاغلی صالح په رشوت د درې سناتورانو نیولو ته په اشارې زیاته کړې«ښاايي دغه نیونه د دې لامل شي، چې نور مخکې له دې، چې د سفر اراده وکړي، خپل سر څو ځلې وګروي او لس ځله خپلې شونډ په غاښونو کې ونیسي.»
 
د یادونې ده، چې لوی څارنوالی پرون خبر ورکړو چې د مشرانو جرګې درې سناتوران د بلخ ولایت په حیراتان بندر کې د ۴۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستو پر مهال لاس په لاس د څارنوالۍ د استازو او ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

لویه څارنوالی زیاته کړې وه، چې دغه موضوع یې د قانوني اساسي د ۱۰۲ مادې سره سم د مشرانو جرګې سره هم شریکه کړې ده.

د بلخ والي فرهاد عظمي هم ویلي، چې درې سناتوران د تفتیش لپاره د حیرتان بندر ته تللی و، د یکشنبې په ورځ په همدې بندر کې په داسې حال کې، چې ۴۰ زره ډالر رشوت یې اخیست لاس په لاس نیول شوي او د پلټنو لپاره کابل ته لېږل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي