له قطر څخه راپورونه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو سره لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوحه کې مېشت خبریالان وايي، خلیلزاد دواړه لوري هڅوي، چې ژر تر ژره د مذاکراتو پر تګلاره توافق وکړي.
سرچینه زیاتوي، ښايي د دواړو لورو تر منځ نن هم کومه غونډه ونه شي، خو په راتلونکو ورخو کې به مهمې غوندې ولري.
په ورته وخت کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره ستونزو ته حل لار پیدا او یوه توافق ته ورسېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي، افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې دي څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي چې وکړی شي ناندرۍ ختمې کړي او مذاکرات رسما پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل