۰

لغمان کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د پولیسو په موټر ماین چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لغمان کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
 سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د پولیسو په موټر ماین چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی تاییدوي، چې چاودنه د پولیسو په رنجر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او د یوه پولیس افسر په ګډون ۷ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ته، چې نن د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار درېیمه ناحیه کې هم یوه ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري، ولې خلکو ته یې مالي زیان اړولی دی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي